د عربي نړۍ لومړنۍ اټمي بټۍ په دوبۍ کې کار پیل کړ. د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم نن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د عربي متحده اماراتو د سولهییزو اټمي تأسیساتو فعالیت په بریالیتوب سره پیل شو.
هغه وایي د براکه په نوم د دې بټۍ له څلورو رېکټورونو څخه یوه تهیې اټمي سونګ توکي په بریالیتوب سره ورسېدل.
نوموړی زیاتوي د دې فعالیت هدف په خوندي او ډاډمنه توګه د دې هېواد د انرژۍ د یو پر څلورمې برخې اړتیا پوره کول دي.
د دې دستګاه ۹۴ سلنه بشپړه شوې ده او راپورونه وایي چې لومړی او دوهم رېکټورونهیې د فعالیت لپاره چمتو دي.
دغه بټۍ د دوبۍ په ۲۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د جنوبي کوریا د برېښنا شرکت د براکه پروژې عمده قراردادي دی.