اشرف غني د سلیمان لایق په مړینه خواشیني ښودلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د وتلي افغان کلتوري شخصیت سلیمان لایق پر مړینې خواشیني ښودلې او هغه‌یې د معاصرو افغان ادبیاتو یوه وتلې څېره بللې ده.

د ارګ اعلامیه زیاتوي اکاډمېسین لایق د پښتو او دري ژبو یو تکړه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکي او ادبي محقق په توګه د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره ډېر مهم کارونه کړي دي او په تېرو ۶۰ کلونو کې یې د یوه ټولنیز فعال او سیاستوال په حیث په افغاني تولنه کې ډېر اغېزمن رول لرلی دی.

ښاغلی لایق پرون د زمري په ۱۰مه نېټه د ۹۰ کلونو په عمر د جرمني د ماینز ښار په یوه روغتون کې ومړ.

لایق چې اصلي نوم‌یې غلام مجدد و، د ۱۳۰۹ کال د تلې په ۲۱مه نېټه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ایمنې‌خېلو کلي کې زېږېدلی وو.