د څلورمې پرلهپسې ورځې لپاره په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر زرو واوښت.
د جولای پر ۳۱مه په دې هېواد کې څه باندې ۱،۴۰۰ مړینې ثبت شوې دي.
کالیفورنیا او فلوریدا هغه دوه ګڼ مېشتي ایالتونه دي چې د کرونا ویروس له کبله د مړینې د شمېرو ډېروالی پهکې ثبت شوی دی.
په متحده ایالاتو کې د جولای پر ۳۱مه ۶۹ زره نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې په دې هېواد کې د دې وبا له کبله د ناروغو کسانو شمېر تر څلور نیم میلیونه واوښت.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې ټوله مړینه نږدې ۱۵۳ زره او ۵۰۰ ته ورسېده.