ننګرهار کې توپان او سېلاب لږترلږه ۱۶ کسان وژلي

ارشیف، د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې د ۲۰۱۵ کال سېلاب

۱۶ تنه د اورښتونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار ولایت کې وژل شوي دي.

دا پېښه د چارواکو په خبره د ښېوې ولسوالۍ په قلعتک سیمه کې نن سهار شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې ډېری وژل شوي کوچنیان دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "متأسفانه د دې سېلابونو له امله د یوې مېرمنې په ګډون ۱۶ ماشومان شهیدان شوي، یو ماشوم لا اوس هم نادرکه دی، څه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي، لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې سېلابونو ویجاړ کړي دي."

چارواکي وایي د زیانونو د ارزونې او مرستې رسونې لپاره یوه ډله سیمې ته رسېدلې ده.