ټرمپ ممکن سر له ننه په امریکا کې ټیک ټاک بند کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دی به په امریکا کې ممکن سر له ننه د ټولنیزو رسنیو یو مشهور اپلېکېشن ټیک ټاک بند کړي.

د ټیک ټاک اپلېکېشن مالک یو چینایي شرکت دی.

ډونالد ټرمپ خبریالانو ته ویلي، د دې لپاره چې د ټیک ټاک په اړه اندېښنې شته، نو دی یې په امریکا کې بندوي.

له دې وینا څو ساعته مخکې ښاغلي ټرمپ ویلي و چې دا خدمتونه ممکن د چین د استخباراتو یوه وسیله وي.

ټیک ټاک چې د لنډو وېډیوګانو له امله په ځوانانو کې ډېر دود دی، د نړۍ په کچه په تقریبي ډول یو میلیارد کاروونکي لري.

د امریکا حکومت د همدې اوونۍ په پیل کې د بهرنۍ پانګونې د کمېټې په چوکاټ کې د ټولنیزو رسنیو دا اپلېکېشن رسمي ارزونې ته وړاندې کړ.

د ارزونې پر دې اعلان چینایي چارواکو غبرګون وښود او واشنګټن‌یې په تبعیض تورن کړ.

د ټیک ټاک کمپنۍ ټینګار کړی چې د کاروونکو ډاټا یا معلومات‌یې له چین سره نه‌دي شریک کړي.