امریکا کې د مالدووا یو تبعه مجرم وپېژندل شو

ارشیف

په امریکا کې د مالدووا یو تبعه د توطئو او سایبري جرمونو په تړاو مجرم وپېژندل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت پرون وویل، ۳۰ کلن والیریان چیوچیاو تورن دی چې د نړۍ په کچه‌یې ۵۶۸ میلیونه ډالر غلا کړي دي.

په امریکا کې میاشت وړاندې یو روسی تبعه سرګي مدودف هم په ورته قضیه کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوی و.

مدودف د این فراد شرکت مؤسس او مدیر و، هغه شرکت چې په امریکا او نورو هېوادونو کې د سایبري غلاوو او خلکو، سوداګرو او بانکونو ته د چل ورکولو تور پرې پورې دی.

چیوچیاو هم د همدې شرکت په تړاو د څېړنو په رڼا کې مجرم پېژندل شوی، تمه ده چې د ده محاکمه په ډسمبر میاشت کې ترسره شي.

پر ده تور دی چې این فراد شرکت ته‌یې ویجاړوونکي سافټ ویرونه جوړول.