د متحده ایالاتو یوې فدرال استېناف محکمې په چچنیا کې زېږېدلي امریکايي جوهر څارنایف ته د اعدام سزا لغوه کړې ده.
څارنایف په ۲۰۱۳ کال کې په باسټن کې په ماراتون یا ډلهییزو منډو کې د بمي چاودنې په جرم محکوم دی.
د باسټن د استېناف یوې محکمې پرون د جولای په ۳۱مه نېټه څارنایف ته د ورکړل شوې سزا ډېره برخه تأیید کړه، خو یوه قاضي تهیې دنده وسپارله څو نوموړي ته د لازمې سزا د ټاکلو لپاره یوه نوې محاکمه راوبولي او پرېکړه وکړي چې د هغه د جنایت سزا به څه وي.
څارنایف د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۱۵مه په باسټن کې د ډلهییزو منډو د پای کرښې ته نږدې د بمونو د الوزولو په خاطر چې درې کسانیې ووژل او له ۲۶۰ زیاتیې ټپیان کړل، دوه کاله وروسته په ۲۰۱۵ کال کې په اعدام محکوم شو.
د جوهر ورور تامیرلان څارنایف له دې پېښې څو ورځې وروسته له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.