په پام کې ده چې په عراق کې له وخته مخکې انتخابات د راروان ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې ترسره شي.
د عراق صدراعظم مصطفیالکاظمي پرون جمعه د جولای په ۳۱مه دا اعلان وکړ او په دې توګهیې خپله هغه ژمنه عملي کړه چې د دندې د منلو پر مهالیې د حکومت له مخالفو معترضانو سره کړې وه.
د وختي انتخاباتو ترڅنګ د انتخاباتو په قانون کې اصلاحات د هغو معترضانو بله مهمه غوښتنه وه چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې یې په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې.
په دې مظاهرو کې له ۵۰۰ زیات مظاهرهچیان وروسته له هغه ووژل شول چې د عراق امنیتي ځواکونو ډزې پرې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې پرې وکاراوه.
د همدې مظاهرو په نتیجه کې پخوانی صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا ته اړ شو او په مې میاشت کې د سیاسي جوړجاړي په پایله کې الکاظمي له دې ژمنې سره چې د معترضانو غوښتنې به مني واک ته ورسېد.
په عراق کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت د الکاظمي د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د حکومت د غوښتنې په صورت کې د تخنیکي همکاریو په برخه کې مرستې ته چمتو دی.