دفاع وزارت د افغان امنیتي-دفاعي ځواکونو د یو شمېر قربانیانو کورنیو ته د استوګنې اپارتمانونه وېشلي.
د افغان پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا پرون جمعه د اختر په لومړۍ ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت داسې یو پلان جوړ کړی چې له مخې یې د ټولو وژل شویو سرتېرو کورنیو ته استوګنځایونه ورکول کېږي.
ښاغلی ضیا وايي: "هغو کسانو ته چې خپل حقوقیې نهدي اخیستي زما پیغام دا دی چې دوی دې هغو ولایتونو ته چې پهکې اوسي ورشي. دفاع وزارت دوه لکه افغانۍ د یوې ابتدايي سرپناه لپاره له ځمکې سره دوی ته ورکوي. ځمکه د ولسمشر په حکم کې شته چې دوی کولای شي هغه ترلاسه کړي."
په غونډه کې د دفاع وزارت مرستیالې منیرې یوسفزاده پر نورو افغانانو هم غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو سره مرستې وکړي.
له دې مخکې پر حکومت انتقادونه کېدل چې د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره هسې چې لازمه ده مرستې نهکوي.