اوکراین: د اوکرایني الوتکې د ویشتلو په خاطر به ایران عدالت ته راکاږو

د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې ټوټې

اوکراین په خپل هغه هوډ ټینګار کړی چې د یوې اوکرایني الوتکې د ویشتلو په خاطر به ایران عدالت ته راکاږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا نن په کییف کې رسنیو ته وویل چې یو ایراني پلاوی د تاوان د ورکړې پر سر د بحثونو په خاطر ورغلی و او دوی ورسره رغنده خبرې درلودې.

هغه ونه ویل چې ایران څومره تاوان ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پنجشنبه وویل چې هېواد به یې د الوتکې تاوان ورکړي او هم د دغې تېروتنې مسئولیت مني.

ایران منلې چې پوځیانو یې د جنوري په اتمه د اوکراین نړیوال هوايي شرکت بوینګ ۷۵۲ الوتکه په تېروتنې په راکټ ویشتې او نسکوره کړې یې ده.

په دې پېښه کې ټول ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوې.

څه باندې لس افغانان هم په وژل شویو کې شامل و.

کییف ته د ایرانی پلاوي د سفر په غبرګون د قربانیانو کورنیو ویلي چې د الوتکې د تور ډبي ترلاسه شوي معلومات باید په چټکه او شفافه توګه خپاره شي او له بشپړو څېړنو پرته د ایران له دولت سره د تاوان په اړه خبرې نه شي کېدای.