د افغانستان او پاکستاني د سرحدي ځواکونو تر نښتو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي هیله من دی دا لانجه په کرارۍ هواره شي.
شاه محمود قریشي نن په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته غږېده او دې مسلې ته یې هم اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه: "چمن کې څه چې پرون شوي باید نه وای شوي، موږ د بهرنیو چارو وزارت له لارې دا مسئله له افغانستان سره تعقیبوو، ما هلته خپل سفیر ته ویلي چې دا مسئله تعقیب کړي، جناب اتمر صاحب په دې مسئلې خبر شوی، هیله من یم چې دا مسئله په ښه او ارامۍ سره حل شي."
د راپورونو په اساس پاکستاني ځواکونو پرون په چمن کې لومړی په هغو مسافرو ډزې کړي چې د دروازې د تړل کېدو په غبرګون یې د پاکستان په تاسیساتو هجوم وړی و او اورونه یې بل کړي و.
د کندهار مرستیال والي اغا لالي دستګیري نن ازادي راډیو ته وویل پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۱۶ افغان ملکیان وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان دي.
مشال راډیو ته بیا پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان پوځیانو په بریدونو کې هم د دوی خوا ته ۵ ملکیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې عسکر د بریدونو د دفاع لپاره اماده ولاړ دي خو افغان چارواکو په دې ټینګار کړی چې پاکستان دې د داسې پېښو مخه ونیسي.