ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله ۳ وژل شوي دي.
ځایي سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وړاندې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د پخواني غړي لعل محمد دراني د ورور الماس او د هغه د تره زوی سبحان الله ترمنځ خپل منځي نښته رامنځته شوې چې په پایله کې د سبحان الله د کورنۍ ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د ځایي خلکو په خبره، د دغو دواړو کورنیو ترمنځ نښته د حقوقي شخړې له امله رامنځته شوې ده.