سیګار: کرونا ویروس خپرېدو د افغانستان اقتصاد له ځوړ سره مخ کړی

ارشیف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د مرستو پر سر د څار یا سیګار ادارې راپور ورکړی چې افغانستان د کرونا ویروس په خاطر له سخت اقتصادي ځوړ سره مخ دی.

په راپور کې دا ګواښ شوی چې د کرونا وبا د اقتصادي تاوان په خاطر میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کېدای شي.

دا مسایل د سیګار په پروني راپور کې راغلي چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد سږ ۲۰۲۰ کال ۱۰ فیصده ځوړ یا ماته تجربه کړي.

سیګار ادارې ویلي د کرونا وبا له امله د اقتصادي تاوانونو په خاطر چې د وزګاري زیاتوالی، د سرحدي لارو د تړل کېدو په سبب د خوړو کموالی او د قیمتونو زیاتوالی یې لوی لاملونه دي د افغانانو غذايي مصئونیت له خطر سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې څه باندې شپږ دېرش نیم زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې نږدې دیارلس سوه تنه مړه دي.

که څه هم حکومت له بېوزلو سره د وچې ډوډۍ او د مرستو پروګرامونه پیل کړي خو عام خلک وايي چې کارونه یې له لاسه ورکړي او له سخت حالت سره مخ دي.