سپین بولدک کې پاکستانیو ځواکونو ۹ افغانان وژلي او ۵۰ نور یې ټپیان کړي

سپین بولدک دروازه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ پر هستوګنیزو سیمو د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۵۰ پنځوس نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت بیګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې لوی درستیز په جنوب کې میشتو د ملي اردو ځواکونو ته د متقابل عمل د چمتوالي لارښونه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۳ قول اردګانو ته د چمتوالي خبره شوې او ورته ویل شوي چې پر ډیورند کرښه پراته سرحدي ځواکونه ښه سمبال کړي.

دفاع وزارت وایي، که هوایي او ځانګړي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او د بریدونو د دوام په صورت کې به پاکستاني ځواکونو ته متقابل ځواب ورکړي.

دغه نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې پرون سلګونه بند پاتې مسافرو پر دغې دروازې هجوم ور ووړ، هلته د تېږو وارونه شوي او تاسیساتو ته نژدې اورونه بل شوي دي.

پاکستاني چارواکو پرون ژمنه کړې وه چې دغه دروازه به د خلکو د تګ راتګ په مخ خلاصه وي، خو دا چې دروازه خلاصه نه شوه، خلک ماذیګر مهال پرې ورغلل.