روسیې سره د طبیعي ګازو د نللیکې پر جوړونکو شرکتونو د امریکا بندیزونه

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دغه هېواد پر هغو شرکتونو بندیزونه لګوي چې له روسیې سره د طبیعي ګازو د نللیکې په جوړولو کې همکاري کوي.

مایک پومپیو پرون پنجشبه کانګرس ته وویل، امریکا له ټولو امکاناتو کار اخلي څو ډاډه شي چې دغه نل لیکه اروپا ته ګواښ نه پېښوي.

ده زیاته کړي، امریکا غواړي چې اروپا د انرژۍ واقعي، خوندي او با ثباته سرچینې ولري، ان که روسیه هم وغواړي، بندې یې نه شي کړای.

دغه نل لیکه چې د بالتیک سمندر په تل کې تېرېږي، له اوکراینه په تاوېدو جرمني ته د روسیې د ګازو صادرات دوه برابره کوي.

واشنګټن د دې نل لیکې له جوړېدو سره مخالف دی او وایي، دا پروژه اوکراین ته زیان اړوي او د روسیې ګازو ته د اروپا اړتیا ډېروي.

که دا نل لیکه تېره شي، اوکراین به د ګازو د ټرانزيټ له اړخه میلیاردونه ډالره عاید له لاسه ورکړي.