بغداد کې د امریکايي ځواکونو پر اډې توغندي لګېدلي

ارشیف

د عراق پوځ وایي، پرون دوه توغندي د بغداد پر هوایي ډګر ولګېدل، چېرته چې امریکایي ځواکونه دېره دي، خو دې پېښې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې له اکټوبر میاشتې راهیسې دا په عراق کې پر امریکایي اهدافو ۳۹ نهه دېرشم برید دی.

د دغه برید مسئولیت هم د پخوانیو بریدونو په څېر چا پر غاړه نه دی اخیستی.

خو واشنګټن په دې وروستیو کې ایران پلوه ډلې د داسې بریدونو په ترسره کولو تورنې کړي دي.

له کله نه چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني وواژه، سیمه کې د ایران او امریکا ترینګلتیا ډېره شوه.