کانګرس کې د ماسک کارول لازمي شو

ارشیف

د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس د یوه بل غړي د کرونا ویروس له څرګندېدو وروسته د دغه هېواد په کانګرس کې د ماسک کارول لازمي شول.

د کانګرس د استازو جرګې رئیسې ننسي پلوسي هغه مهال د ماسک د کارولو د لازمي کېدو فیصله صادره کړه چې د دې جرګې د یوه غړي کرونا ویروس تأیید شو.

پلوسي وویل، د ماسک نه کارول د اصولو سرغړونه ده او هر غړی چې ماسک ونه کاروي، د جرګې له تالاره به وایستل شي.

خو د کانګرس غړي یوازې د وینا په مهال د ماسک د لېرې کولو اجازه لري.