د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان دفاعي ځواکونو تېره شپه د بغلان په چشمه شېر سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو حملې ناکامه کړي او مرګژوبلې یې وراړولي دي.
د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ځانګړو کومانډو ځواکونو څلورم کنډک د طالبانو حمله په شا تمبولې او لږترلږه ۸ تنه یې وژلي چې مړي یې په سیمه کې پاتې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.