هووايي کمپنۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې زیات ځیرګ ټېلفونونو وپلورل

ارشیف

چین د ځیرکو ټېلفونونو او الیکترونیکي وسایلو تر ټولو ستره کمپنۍ هووايي، د روان کال د لومړۍ نیمايي په وروستیو درېیو میاشتو کې په نړۍ کې تر بلې هرې کمپنۍ زیات موبایل ټېلفونونه پلورلي دي.

د کانالیز څېړونکي شرکت پر اساس هووايي، په چین کې د موبایل ټېلفون د تقاضا د زیاتېدو له کبله تر سامسونګ، چې د پلور له نظره د نړۍ تر ټولو مخکښه کمپنۍ ګڼل کېده، زیات موبایلونه پلورلي دي.

کانالیز وايي، هووايي، چې امریکا پرې بندیزونه لګولي، په درېیو میاشتو کې ۵۵ میلیونه او ۸ سوه زره موبایلونه پلورلي او د لومړي ځل لپاره یې د جنوبي کوریا تر سامسونګ کمپنۍ مخکې شوې ده.