په بغلان کې د برښنا شرکت چارواکي وايي چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا غځېدلي مزي څو ځایه پرې شوي دي.
د غوري برښنا شرکت رئيس انجنیر عبدالاول پناه ازادي راډیو ته وویل، د ازبکستان وارداتي برښنا د بغلان ولایت د چشمه شیر او د پلخمري د شمال د باغ په څلورو برخو کې نن سهار د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په لړ کې پرچاو شوې او له کبله یې د ازبکستان ۳۰۰ میګاواټه برښنا پلازمېنې کابل، پلخمري او څو نورو ښارونو ته پرچاو شوې ده.
ښاغلي پناه وویل، هڅه کوي چې له ښکېلو خواوو سره د تفاهم په نتیجه کې پرې شوي مزي بېرته جوړ کړي.