پاکستان: د چمن-سپین بولدک لاره به نن هم د مسافرو پر مخ پرانیستې وي

د سپین بولدک-چمن لار

پاکستان وايي، د چمن-سپین بولدک لاره به نن هم د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستې وي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول ویلي چې د لوی اختر په خاطر یې دا لار پرون، چهارشنبه، د دوو ورځو په مخه پرانیسته او په دې موده کې سلګونه تنه افغانستان یا پاکستان ته تللي دي.