طالبان د افغانستان د حکومت ۹۷ تن بندیان نن خوشې کوي

ارشیف

طالبان وايي، نن به د طالبان د افغانستان د حکومت ۹۷ بندیان خوشې کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دا بندیان به په هرات، لوګر، او بغلان ولایتونو کې پرېښودل شي او ورسره به د افغانستان د حکومت د زر تنو بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ شي.

تر دې وړاندې پرون د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین ویلي و چې تر لوی اختر وړاندې به د حکومت ټول بندیان خوشي کړي.