تندر قول اردو وايي افغان ځواکونو پنځه وسلهوال چې په لوګر کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د برید پلان درلود، وژلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند په یوه غږیز پیغام کې چې نن سهار یې رسنیو ته استولی دی په دې اړه ویلي: "تېره شپه طالبانو د څرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملي دفاعي ځواکونو پر پوستې د برید پلان درلود. د تندر قول اردو د ۴مې لوا زړورو منسوبینو د دې پلان د عملي کېدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې یې پنځه تنه طالب ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
ښاغلی مومند وايي په دې نښته کې دوه افغان سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.