طالبان: له اختر مخکې به د حکومت پاتې ټول بندیان خوشې شي

ارشیف، د طالبانو له بند نه د افغان سرتېرو خوشې کېدل

طالبان وايي چې له اختر مخکې به د حکومت اړوند پاتې بندیان ټول خوشې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون شپه ناوخته پر ټویټر لیکلي دي چې طالبانو پرون هم ۲۸ تنه دولتي سرتېري په بغلان او لوګر کې له خپلو زندانونو خوشې کړل.

شاهین پر افغان حکومت غږ کړی دی چې د ټولو پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو پر ژمنه عمل وکړي.

تر پرونۍ ورځې پورې افغان حکومت ۴،۴۲۸ او طالبانو ۸۹۸ بندیان خوشې کړي.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.