لغمان کې چاودنې یو کس وژلی او ۹ نور ټپیان شوي

د لغمان ولایت نقشه

د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې چاودنې یو کس وژلی او نهه نور ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه تېر ماښام د ښاروالۍ د هوټل مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په واسطه وشوه.

هغه زیاته کړه: "۱۰ تنه ټپیان د مهترلام روغتون ته انتقال شوي وو چې متأسفانه د دوی له ډلې یوه‌یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه، په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم دي."

د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.