نن د عرفات او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

عرفات

نن د عرفات او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ، سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ریاض یوازې هغو بهرنیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړې ده چې په سعودي عربستان کې دننه ژوند کوي.

راپورونه وایي چې نن به له منا څخه یوازې څو زره کسان عرفات ته ولاړ شي.

د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت وایي، کومو کسانو چې په حج کې برخه اخیستې ده، هغوی وار له مخه قرنطین شوي دي او تبې یې کتل شوې دي، همداراز یوازې هغو کسانو ته په دې مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده چې عمرونه‌یې تر ۶۵ کلونو ښکته دي.

په تېرو کلونو کې به د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو تر دوه میلیونه ډېرو مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیسته.