امریکا بلجیم او ایټالیا ته زرګونه نور سرتېري استوي

امریکايي سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو په زرګونه سرتېري بلجیم ته لېږي چې د ناټو مرکز دی او په زرګونه نور ایټالیا ته استوي.

د امریکا دفاع وزیر وایي چې په دې ډول به له ناټو سره اړیکې نورې هم پياوړې شي او د ایټالیا له لارې به د هوایي ځواکونو په مټ تورې بحیرې ته ورنږدې شي.

د امریکا متحده ایالاتو نږدې ۱۲ زره پوځیان له جرمني باسي چې یو شمېر به‌یې په بلجیم او ایټالیا کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا دفاع وزیر وایي، د پوځیانو د ځای تغییر به ناټو پياوړې کړي، د روسیې په وړاندې به خنډونه رامنځته کړي او له ستراتېژيک او عملیاتي پلوه به د متحده ایالاتو انعطاف زیات کړي.

مارک اسپر

په ورته وخت کې مارک اسپر د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل چې له وخت سره دا تغییرات رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه: "په اروپا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو په اندازې، ترکیب او ځای کې ډېر کله بدلون راغلی دی. کله د یوه ګواښ له امله داسې شوي، کله په نړیوال چاپېریال کې د بدلون له امله او کله د ناټو هېوادونو او روسیې ترمنځ د سرحدونو له امله چې نوي متحدان یوځای شوي دي، تغییرات راغلي دي."

په جرمني کې به له دېره ۳۴،۵۰۰ امریکایي پوځیانو نږدې ۶،۴۰۰ بېرته خپل کور ته واستول شي او نږدې ۵،۶۰۰ به د ناټو نورو غړو هېوادونو ته انتقال شي.

توماس ویګولد د جرمني د دفاعي چارو کارپوه او خبریال پرون په برلین کې اسوشیټډ پرس اژانس ته له جرمني څخه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه وویل: "ځیني ټولنې به په ځانګړي ډول په بافاریا او د جرمني په جنوب کې نورې سیمې او شتوتګارت کې د پوځیانو د شمېر له کمېدو، پرته له څه شکه ډېرې اغېزمنې شي. له بلې خوا به د پوځیانو د وتلو سربېره لاهم په جرمني کې ۲۴ زره امریکایي عسکر وي او ستر تأسیسات به په خپل ځای وي، د رامشتاین هوایي ډګر، د ګرافین فویر د روزنې سیمه یا د لند شتوول روغتیایي مرکز، نو څه چې د متحده ایالاتو لپاره په جرمني کې مهم دي هغه تأسیسات دي چې پاتېږي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دا پرېکړه په داسې وخت کې وشوه چې ولسمشر ټرمپ د اروپا پر شتمنو هېوادونو بیا بیا اعتراض کړی دی چې له ناټو سره‌یې خپله ژمنه نه‌ده پر ځای کړې چې د خپلو عوایدو دوه فیصده پر دفاعي چارو ولګوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، په ایټالیا کې د هوایي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره به دوی تورې بحیرې ته ورنږدې شي او بلجیم ته چې د قوماندې مرکز لېږدي، له دې سره به د ناټو له مرکز سره همغږي زیاته شي، همداراز به یو شمېر ځواکونه په نوره اروپا کې د بالتیک هېوادونو په ګډون ځای پر ځای کړي.