په پروان کې نن (د جولای په ۲۹مه) یو قومي مشر، شاه زمان د ناڅرګندو وسلهوالو په حمله کې ووژل شو.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې حمله د سهار د ۱۰ بجو په شااوخوا کې د بګرام ولسوالۍ د ترکمان په سیمه کې وشوه.
شهکار ویلي چې د حملې دقیق علت لا نهدی څرګند شوی، خو پولیسو څېړنې پيل کړې دي.
د حملې مسؤلیت لا چا نهدی اخیستی.
خو په پروان کې خلک اکثر د نامسؤلو وسلهوالو ډلو له فعالیته شکایت لري.