اسلام ته په سپکاوي تورن طاهر نسیم په محکمه کې ووژل شو

پاکستاني پولیس د محکمې د کلابندۍ پر مهال

یو پاکستانی وګړی طاهر نسیم چې اسلام ته د سپکاوي په تور محاکمه کېده، نن (د جولای په ۲۹مه) په پېښور کې د محکمې په خونه کې وویشتل او ووژل شو.

دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې حمله کوونکی چې یو ځوان هلک دی او خالد خان نومېږي، په څه ډول د محکمې خونې ته ننوتی و ځکه د محکمې د خونې سخته امنیتي څارنه کېده.

حمله کوونکی نیول شوی دی.

هغه خالد خان نومېږي او پولیسو ته‌یې ویلي چې د اسلام پیغمبر حکم ورته کړی و چې هغه سړی چې محاکمه‌يې کېده ووژني ځکه هغه احمدي مسلمان و.

د احمدي مسلمانانو ټولنه په پاکستان کې له هغو مذهبي لږکیو دي چې د څلورو میلیونو په شااوخوا کې وګړي لري او له لسیزو راهیسې له زور زیاتي، تبعیض، ګواښونو او خطرونو سره ژوند کوي.

وژل شوي سړي، طاهر نسیم دوه کاله مخکې د اسلام د پیغمبري ادعا کړې وه او له دې کبله نیول شوی و.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي پر ضد قانون هر هغه وګړي ته چې خدای، اسلام یا دیني شخصیتونو ته په سپکاوي مجرم وپېژندل شي، د اعدام سزا ورکوي.