د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (د جولای په ۲۹مه) وویل چې د هغو شپږو افغانانو جسدونه کابل ته لېږدول کېږي چې بېړۍ یې د ترکیې د وان په جهیل کې ډوبه شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د وان له جهیله ۶۱ جسدونه موندل شوي چې ۳۴یې د افغانستان د وګړو دي.
د هېواد په وینا، تر اوسه ۱۷ جسدونه افغانستان ته رالېږدول شوي او ۵ جسدونه د هغوی د خپلوانو له غوښتنې سره سم په ترکیه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې د پنځو افغانانو مړي په موقت ډول د ترکیې په وان ښار کې خاورو ته سپارل شوي وو او سبا به کابل ته واستول شي.
دا ټول هغه غیر قانوني مهاجر دي چې له ایرانهیې د وان په جهیل کې ترکیې ته د تېرېدو هڅه کوله، خو بېړۍ یې ډوبه شوه.