ارزګان کې د ماین په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او یو زخمي دی.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن (د جولای په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د سړک پر غاړه د ماین چاودنې له کبله شوې ده.
زړګي عبادي وویل: "د پولیسو یو هاموې موټر نن سهار ۱۱:۰۰ بجې د نچین په سیمه کې د وسلهوالو مخالفینو په ماین الوتی دی."
د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.
وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه لا خبرې نهدي کړي.