د ترکیې پارلمان نن (د جولای په ۲۹مه) داسې نوي قانون ته رایه ورکړه چې په هغه هېواد کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیت او د معلوماتو د خپرېدو نظم به څاري.
د قانون پر اساس به د ټولنیزو رسنیو سایټونه لکه فېسبوک او ټویټر مجبور دي چې په ترکیه کې د فعالیت لپاره تر سختو شرایطو لاندې کار وکړي او له قانونه د سرغړونې جریمه هم ټاکل شوې ده.
د نوي قانون پر اساس، د ټولنیزو رسنیو لوی سایټونه باید په ترکیه کې دفتر ولري څو هغه شکایتونه حل کړي چې د ټولنیزو رسنیو پر لویو سايټونو لکه فېسبوک او ټویټر د خپرېدونکو معلوماتو په اړه پيدا کېږي.
هغوی ته ویل شوي چې باید داسې کسان په خپلو دفترونو کې په کار وګوماري چې د ترکیې تابعیت ولري او که داسې ونهشي، تر بندیزونو لاندې به شي.