خلیلزاد په اختر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربنده هرکلی وکړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیلزاد په اختر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ له اوربنده هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد نن سهار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اختر په مناسبت د طالبانو د اوربند او د افغان حکومت د متقابل اعلان هرکلی کوي.

هغه هیله ښودلې چې دا اختر افغانان د یو بل د درک او درناوي لپاره سره یوځای او د دایمي سولې په لور یو بل ګام هم نږدې کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د افغانانو د خدمت د دوام هیله کړې او ویلي یې دي له افغانستان سره د دغو ځواکونو له تعهده مننه کوي.

طالبانو پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان وکړ.

په مقابل کې یې افغان حکومت هم وویل چې د طالبانو د اوربند له اعلان هرکلی کوي او افغان پوځیانو ته امر شوی چې اوربند وکړي.