'په کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو حملې پر شا وتمبول شوې'

د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ

د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو د حملې پر شا تمبولو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون ماخوستن ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوسته تهاجمي حمله کړې وه.

طالبانو له څو ورځو راهیسې د افغانستان په شمال کې په ځانګړې توګه بدخشان کې خپلې حملې زیاتې کړې دي. هغوی په تکراري توګه د بدخشان ولایت د کران او منجان په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حملې کړي.

ښاغلی امان زیاتوي: "له نېکه مرغه حملې یې د دغو ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او پر شا تمبول شوي او هغوی ته درانه تلفات اوښتي دي. په وروستي مورد کې په نښتو کې نهه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي."

طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت ادعا نه‌ده تأیید کړې.

په بدخشان ولایت کې د افغان طالبانو ترڅنګ بهرني جګړه‌ماران په ځانګړې توګه د تاجکستان او ازبکستان وګړي او د چچنیا او چین د شنجن سیمې سخت دريځي هم په وردوج، یمګان او دره خستک ولسوالیو کې فعالیت کوي.