خېبر پښتونخوا کې ۵ پاکستاني کمانډویان ووژل شول

آرشیف

پاکستان د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د خپلو پنځو کمانډو پوځیانو او دوو افراطي وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو ویاند امتیاز خان نن سې شنبه وویل، نن سهار وسله‌واله نښته هغه وخت پیل شوه چې د ترورېزم ضد ډیپارتمنت کمانډو پوځیانو د خېبر پښتونخوا په چلاس سیمه کې پر یوه کور چاپه ووهله.

دغه سیمه د پېښور د شمال په ۴۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د امتیاز خان په خبره، د دوو افراطي وسله‌والو د وژل کېدو ترڅنګ یوه اندازه وسلې او مهمات هم له دغه کوره ترلاسه شوي دي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په دې کور کې کومې افراطي ډلې دخیلې وې، خو په سیمه کې تحریک طالبان پاکستان فعال دي.

د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو، راغلي چې د پاکستاني طالبانو تر ۶،۰۰۰ زیات غړي چې په افغانستان کې فعالیت لري، اکثریت‌یې له تحریک طالبان پاکستان یا هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خراسان څانګې سره ارتباط لري.