د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) دا خبره نن سې شنبه په خپل راپور کې کړې ده.
د دغه سازمان په حواله ایران په وروستیو اوونیو کې د افغانانو اخراج خورا زیات کړی دی. د راپور په حواله، د افغانانو د دغه ډېر شمېر د اخراج دقیق علت لا معلوم نهدی.
ایران چې کرونا ویروس سخت ځپلی، د خپل هغه اقتصاد د احیا هڅه کوي چې له وړاندې د اقتصادي بندیزونو له کبله ځپل شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په وروستیو کې ویلي چې ښايي د ایران ۲۵ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي وي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د جنورۍ له لومړۍ څلور لکه ۴،۸۶۸ افغانان یا په خپله خوښه ستانه شوي یا په زوره اخراج کړای شوي دي.