وسله‌والو طالبانو د لوی اختر په درې ورځو کې اوربند وکړ

په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

طالبانو د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر دغه اعلان کړی دی.

د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون په پيغام کې راغلي چې د طالبانو ټولو جنګیالیو ته امر شوی چې د اختر په درې ورځو شپو کې د افغان ځواکونو ضد یرغلیزې حملې ودروي.

په ادامه کې راغلي چې طالبانو ته اجازه نه‌ورکول کېږي ترڅو د اختر په ورځو کې د افغانستان دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي.

اخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د طالبانو د اوربند له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ملي مصالحې شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله هیله ښودل شوې چې له دې اوربند وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي او دواړه لوري په افغانستان کې د یوه اوږدمهاله اوربند اعلان وکړي.

افغان حکومت هم د طالبانو له دې اعلان وروسته درې ورځې اوربند اعلان کړ.

دا به په تېرو شااوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې درېیم اوربند وي.

لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال په لوی اختر کې اوربند وشو او سږ کال د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د جګړې دوو اصلي لورو، یعنې افغان حکومت او طالبانو اوربند وکړ.

تر اوسه افغان حکومت د طالبانو د تازه اعلان په اړه څه نه‌دي ویلي.