د عراق په اعتراضونو کې ۲ کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

د اعتراض کوونکو یو انځور

د بشري حقونو څارونکي او چارواکي وایي، د لاریون کوونکو او د عراق د امنیتي ځواکونو ترمنځ په تازه اخ وډب کې د حکومت دوه مخالف اعتراض کوونکي په بغداد کې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په بغداد او نور عراق کې تېر کال په اکټوبر میاشت کې د حکومت د نه مشروعیت او بې کفایتۍ له امله لاریونونه وشول چې تر شپږ سوه اعتراض کوونکي په کې ووژل شول، او دا لاریونونه د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم سړې شوې وې.

د یکشنبې په ورځ په بغداد او ځینو سویلي ښارونو کې، چې هوا تر پنځوس درجې سانټي ګراده توده شوې ده، اعتراض کوونکو ویل چې برېښنا کمزورې ده.

د بشري حقونو د نیمه خپلواک کمېسیون ویاند علي البیاتي وویل، ۲ لاریون کوونکي په بغداد کې ووژل شول.

د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي وروسته وویل چې خلک د لاریونونو حق لري او امنیتي ځواکونه پرې د یوې مرمۍ د فیر کولو حق هم نه لري.

کاظمي زیاته کړه چې د دې پېښې د تحقیقاتو امر یې ورکړی او په درېیو ورځو کې به نتیجه معلومه شي.