د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران یو پلاوی به راتلونکې اوونۍ اوکراین ته ورشي او د هغې اوکراینۍ الوتکې د تاوان پر مسئلې به خبرې وکړي چې د جنورۍ پر اتمه په تهران کې وویشتل شوه.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا پرون د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې خبرې غونډې ته وویل: "شرایطو ته په کتو چې څه شوې دي له ایرانه به د ډېر تاوان غوښتنه وکړو."
ښاغلي کولیبا زیاته کړه چې دی د تاوان اخیستو اندازه نه شي بیانولی، دا به د خبرو په ترڅ کې معلومه شي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، سبا او بل سبا چې په دې اړه کومې خبرې کېږي اوکراین به د ټولو هغو هېوادو او ډلو استازیتوب وکړي چې په دې پېښه کې زیان وراوښتی دی.
په تهران کې اوکراینۍ الوتکه د جنوري پر اتمه څو ساعته وروسته تر دې وویشتل شوه چې ایران په عراق کې د خپل یوه جګپوړي پوځي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکا د پوځ پر یوې اډې توغندي وویشتل.
په دې مسافروړونکې الوتکه کې یوسل او شپږ اویا کسان ووژل شول.
په دوی کې دیارلس افغانان هم وو.
د افغانستان حکومت هم له ایرانه غوښتې دي چې د دې افغانانو کورنیو ته تاوان ورکړي.