اسټرالیا کې د ځنګلونو اورلګېدو له امله نږدې ۳ میلیارده ژوي مړه شوي

ارشیف

په اسټرالیا کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو پر مهال د ځنلګونو اورلګېدنې د نږدې درې میلیارد ژویو د مړه کېدو یا هم بې ځایه کېدو سبب شوي دي.

د هغه راپور له مخې، چې نن سې شنبه خپور شو، دا په معاصر تاریخ کې د ځنګلونو تر ټولو سختې اورلګېدنې بلل شوې دي.

د اسټرالیا د څو پوهنتونونو په څېړنه کې ویل شوي، دغو اورلګېدنو ۱۴۳ میلیون تي لرونکي ژوي، دوه اعشاریه ۴۶ میلیارده خزندې، ۱۸۰ میلیونه مارغان او ۵۱ میلیون چونګښې اغېزمن کړي دي.

په دغه راپور کې نه دي ویل شوي، چې دا ستونزه د څو ژویو د مړه کېدو سبب شوې ده.

خو د راپور یوه لیکوال کریس دیکمن وايي، هغه ژوي چې د اورلګېدو له کبله نورو ځایونو ته بې ځایه شوي د خوړو، سرپناه او له ښکاریانو د خوندیتوب له کبله په ښه حالت کې نه ښکاري.