کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۲ ملکیان ووژل

کندز

د کندز ولایت چارواکي وايي په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ملکیان وژل شوي دي.

د دوی په وینا هاوان تېر ماښام د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د یوه جومات پر انګړ لګېدلی دی.

د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قوماندان حمید اغا نن سې شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په پېښه کې ۵ کسان ټپيان شوي او ۲ تنه وژل شوي دي چې ډېری یې هغه تنکي زلمیان دي چې هلته‌یې توپ‌بازي کوله. ټپیان د کندز روغتون ته لېږدول شوي دي."

که څه هم د دشت ارچي امنیه قوماندان وايي دغه هاوان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.