د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
محلي چارواکي وايي اول وسلهوالو طالبانو تېره شپه د سروبي ولسوالۍ په خنګلو او توره تنګۍ کې ډلهییز بریدونه پیل کړل چې پولیسو یې په وړاندې اقدام وکړ.
د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل: "په دغه برید کې ۸ تنه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. همداراز د دوی ځینې وسلې او مهمات هم تخریب او لهمنځه تللې دي. باید یادونه وکړم چې په دغه برید کې پولیسو ته کوم زیان نهدی اوښتی."
وسلهوالو طالبانو پر دې پېښه څه نهدي ویلي.