د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې بک هاک هلیکوپټرې سقوط کړی

د افغان ځواکونو هلیکوپټره چې په کجکي کې اور اخیستی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هوايي قواوو بلک هاک هلیکوپټرې د فني ستونزې له کبله د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د کېناستو پر مهال سقوط وکړ.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې هليکوپټر کې پنځه کسان سپاره وو چې سرسري ټپیان شول.

خو تر دې مخکې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې هليکوپټره په بېړنۍ توګه کېناستلې ده.

له دې سره، په کجکي ولسوالۍ کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، هلیکوپټره په بېړنۍ توګه له ناستې وروسته د راکټي حملو هدف وګرځېده. سرچینې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ځکه له رسنیو سره‌یې د خبرو اجازه نه‌درلوده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په سیمه کې د ازادي راډيو د خبریال د راپور له مخې په کجکي ولسوالۍ کې طالبان پراخ حضور لري.