د هالیووډ مشهوره ستورې اولیویا ډي هاویلند په ۱۰۴ کلنۍ کې په پاریس کې مړه شوه.
دا دوه ځلې د اسکار جایزې ګټونکې وه. اولیویا په «Gone With The Wind» فلم کې د خپل رول په خاطر ډېره مشهوره وه.
هاویلند د هالیووډ د طلايي عصر له مشهورو هنرمندانو ګڼل کېږي.
دا په جاپان کې په انګلیسي کورنۍ کې زېږېدلې وه او وروسته د امریکا تبعه شوه.
دا هنرمنده له ۱۹۵۳م کال راهيسې په پاریس کې اوسېده.
هاویلند د «Gone With The Wind» فلم له هنرمندانو وروستۍ وه.