د لوګر سیمهییز امنیتي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې شپږ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، طالبانو غوښتل چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د دادوخېلو او محمد اغې ولسوالۍ د لښکریخېلو په سیمه کې پر امنیتي پوستو حملې وکړي.
په دادوخېلو کې درې طالبان وژل شوي او دوه ټپيان شوي او د محمد اغې ولسوالۍ د لښکریخېلو په سیمه کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دی وایي په دغو نښتو کې ملکیانو او افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو د دې برید په اړه څه نهدي ویلي.