خوشحال سعادت: له ګواښونو سره سره د کمال خان بند ساتنې ته چمتو یو

د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ جنرال خوشحال سعادت

د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ چارواکي وايي افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند د پروژې ساتنې ته چمتو دي.

د عامه ساتنې د تصدۍ مشر جنرال خوشحال سعادت ازادي راډیو ته وویل د کمال خان پروژې ته پخوا ډېر ګواښونه و او پوځیانو یې دفاع کړې ده.

ښاغلی سعادت وايي: "اوس چې الحمدالله د دې پروژې پای ته څلور میاشتې پاتې دي، د افغانستان عامه ساتنې ځواکونه ډاډ ورکوي چې دا ملي پروژه وساتي. تر ابادۍ وروسته هم د دې پروژې د ساتنې او امنیت مدیریت په غاړه لري."

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني پرون د کمال خان بند د پروژې د لیدلو لپاره نیمروز ولایت ته تللی و او هلته‌یې د افغان پوځیانو د امنیت ساتنې کار وستایه.

تمه ده کمال خان بند په څلورو میاشتو کې بشپړ او د اوبو زېرمه کول‌یې پیل شي.

له دې سره به لسګونه زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ مېګاواټه برېښنا تولید شي.