د اوکراین په ختیځ کې له وسله والو بېلتون غوښتونکو سره اوربند وشو

اوکراینی سرتېری

د اوکراین په ختیځ کې د دغه هېواد د ځواکونو او د روسیې په ملاتړ د بېلتون غوښتونکو وسله والو ترمنځ د شپې له دولسو بجو اوربند عملی شو.

دا ګام څو ساعته وروسته له هغه پورته کېږي چې پرون د اوکراین او روسیې ولسمشرانو ولادیمیر زلنسکي او ولادیمیر پوتین ټیلیفوني خبرې وکړې.

پوتین او زلنسکي له اورنبده خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اوکراین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان مرکچیانو تېره اونۍ د اوکراین په ختیځ کې پر اوربند موافقه وکړه.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې يې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ پېل کړ.

له همغه راهیسې د اوکراین په ختیځ کې جګړه پيل شوې چې تراوسه په کې شاوخوا ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.