د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو بلک هاک هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د پېښې لامل لا روښانه نهدی، خو په خبرهیې د ملي اردو دوه سرتېري پهکې ژوبل شوي دي.
ښاغلی ځواک زیاتوي: "د کجکي ولسوالۍ په استقامت یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده، تر اوسه معلومه نهده چې تخنیکي ستونزهیې لرله او که دښمن ویشتلې، دوه تنه پرسونل پهکې سطحي ټپیان شوي دي."
له کجکي څخه يوې سرچيني چې د خبرو اجازه نهلري د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل وسلهوالو له بېړنۍ ناستې وروسته دغه هليکوپټره په توغندي ویشتلې ده.
دغه سرچینه وایي، وسلهوالو هغه مهال هلیکوپټره تر برید لاندې ونیوله چې د ملي اردو ځواکونو ورڅخه تر بېړنۍ ناستې وروسته اکمالات ښکته کول.
سرچینه زیاتوي، هلیکوپټرې اور اخیستی او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی، خو سیمه کې د طالبانو فعالیت محسوس دی.