د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د روسیې سمندري ځواکونه به په روان کال کې په لسګونه نویو کښتیو سمبال شي.
پوتین دا څرګندونې نن یکشنبه په سنت پټرزبورګ کې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت په جوړ شوي پرېډ کې وکړې.
پوتین د ۴۶ کښتیو او څه باندې ۴ زره سرتېرو په ګډون په دې مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې دې پرېډ د روسیې د سمندري ځواکونو زیاتېدونکی قوت نندارې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه چې د پوځي کښتیو ۴۰ بېلابېل ډولونه به د روسیې سمندري ځواک ته ورکړل شي او د پوځي وړتیا د لوړولو لپاره به په هایپرسونیک یا د غږ تر سرعت په چټکو تجهیزاتو او وسلو سمبال شي.