مسکو کې اذربایجانیانو او ارمنیانو نښته کړې

مسکو کې اذربایجانیانو او ارمنیانو نښته

د اذربایجان او ارمنستان د پوځي ځواکونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته د روسیې په پلازمېنه کې هم د دواړو هېوادونو وګړي له یو بل سره نښتي دي.

د مسکو پولیسو پرون شنبه وویل، له ۳۰ زیات کسان‌یې د ناکراریو او په نښتو کې د ګډون په تور نیولي او په سنت پټرزبورګ کې هم پولیسو لسګونه کسان د اذري او ارمني ټولنو د نښتو د مخنیوي په مقصد توقیف کړي دي.

د اذربایجانیانو او ارمنانو ترمنځ دا نښتې نږدې دوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې په ګډ سرحد کې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه سره ونښتل. په دې نښتو کې چې د روانې جولای میاشتې په ۱۲مه پیل شوې او څو ورځې روانې وې، د یوه جنرال په ګډون لږترلږه ۱۲ اذربایجاني پوځیان ووژل شول. ارمنستان هم په دې جګړه کې څلور پوځیان له لاسه ورکړل.